دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 210195
له دوه میاشتني ځنډ وروسته د بوندسلیګا سیالیو پیل
د المان فټبال سیالیو لیګ(بوندسلیګا) چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره درول شوی وو، له دوه میاشتیني ځنډ وروسته بیا پیل شو.
لومړۍ سیالۍ کې دورتموند او شالګه لوبډلې سره میدان ته ولاړې او لوبه څلور د صفر پر وړاندې دورتموند په ګټه پایته ورسېده.
قطر کابو ۲،۷ میلیونه نفوس لري او په هغو هېوادونو کې حسابیږي چې د کرونا ویروس ډېرې پېښې په کې ثبت شوې دي.
خو لومړۍ سیالۍ یې له نندارچیانو پرته ترسره شوه.
مسوولینو ویلي دي چې ټاکل شوې ټولې لوبې د سختو روغتیايي تابیاوو او پرته له نندارچیانو ترسره شي.
لومړۍ سیالۍ کې دورتموند ښکاره کړه چې کولی شي د دغو لوبو مخکښې لوبډلې بایرن مونیخ سره لوبه وکړي. بایرن مونیخ اوس مهال د نوملړ په سر کې ده.
له شالګه سره د دورتموند ګولونه ایرلند هالند، هازارد او رفیل(دوه ګوله) ترسره کړل.
اوس مهال دورتموند د نوملړ دوهم ځای او ۵۴ امتیازه لري، په داسې حال کې چې بایرن مونیخ ۵۵ امتیازه او له دورتموند نه یوه لوبه کمه لري.
https://avapress.com/vdcdnz0xkyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته