کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صالح: طالبانو امریکا سره تړون د آی اس آی تر نظارت لاندې لاسلیک کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 ثور 1399 ساعت 14:55

د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح نن یکشنه مۍ۱۷ (غويي۲۸) په جلال اباد کې وویل چې د کابل او ننګرهار پېښې په هیڅ دین او سیاست کې جواز نلري،



نوموړي زیاته کړه:" فکر وکړئ چې دا قدرت ته د رسېدو یوه وسیله ده. ایا یوه انساني ډله کولی شي چې د ښځو د وینو له لاری ځان قدرت ته ورسوي. که قدرت ته ورسېږي نو بیا په چا حکومت کوي، خلک خو یې نه مني."
امر الله صالح زیاته کړه چې افغان حکومت تل پر وسله والو طالبانو د سولې د روغې جوړې غږ کړی دی.
"دوه کاله کېږي چې موږ دوی(طالبانو) ته وایو چې راځئ تاسې کوم څه لرئ د خبرو اترو له لارې به یې حل کړو. که ستا غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وو، دا خو ستا لپاره د شرم او خجالتۍ ځای دی چې له هغوی سره چای څښې، بیسکیټ خورې، خاندې او بیا په ډېر ویاړ د ISI تر نظارت لاندې لاسلیک کوې او افغان وژنو ته دوام ورکوم. دا کوم افغانیت دی چې ته پرې ویاړې. دا جګړه ښيي‌ چې د افغانستان پر موقعیت وي او دا موقعیت باید اردو ونه لري، نظام ونه لري، مشر ونه لري، استخباراتي توانايي ونه لري او د پنجاب د پښو لاندې شي، دا د دوی غوښتنه ده."
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه په قطر کې لاسلیک شو چې د پاکستان، ایران او ترکیې ترڅنګ د شااوخوا ۳۰ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، معینیانو او سفیرانو ګډون کړی و.
صالح د کابل او ننګرهار وروستیو خونړیو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو کورنیو ته یې اعلان وکړ چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو په څېر امتیازات به ورکړي.
د تیرې سې شنبې په ورځ په ننګرهار کې د جنازې مراسمو پرمهال ځانمرګي برید ۳۲ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. او په کابل کې بیا پر روغتون ډله ییز برید کې ۲۴ تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.
دغه بریدونه چې مسؤلیت یې لا کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی په پراخه کچه وغندل شوې.
افغان حکومت وايي چې دغه بریدونه طالبانو کړي، خو طالبانو دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د کابل او ننګرهار بریدونه داعش وسله والې ډلې کړي دي.


د مطلب کود: 210201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210201/صالح-طالبانو-امریکا-سره-تړون-د-آی-اس-تر-نظارت-لاندې-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com