خوښ ديک ۰

له بهرنیو هېوادونو څخه ۱۰۰۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته را لېږل شوي

په داسې حال کې چې له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو له امله د کرونا په پېښو کې د زیاتوالي ویره شتون لري؛ د ملکي هوايي چلند اداره وايي: تازه یې په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې ۱۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړي دي. د یادې ادارې د عامه اړیکو مشر رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د کرونا وېروس له خپرېدلو او د هوايي ترانسپورت له بندېدلو وروسته په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې زرګونه افغان بېرته خپل هېواد ته را لېږدول شوي».

محمد نعیم صالحي زیاته کړه: یاد کډوال چې زیات یې په هند، سعودي عربستان، عربي متحده امارت او ترکیې کې بند پاتې وو، له یوې میاشتې راهیسې یې هېواد ته د راستنېدو چارې پیل شوې وې، چې اوس هم دوام لري.
د ده په وینا: اریانا افغان او کام ایر هغه دوه خصوصي شرکتونه دي، چې په خپلو پروازونو کې افغان کډوال هېواد ته راستنوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و: د کرونا له امله شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي.
د ویلو وړ ده چې له دې وړاندې له چین، ایران او پاکستان نه هم زرګونه افغان کډوال په قانوني او غیرقانوني توګه افغانستان ته را اوښتي وو.
 
یکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۰
د مطلب کود: 210213 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *