کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له بهرنیو هېوادونو څخه ۱۰۰۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته را لېږل شوي

28 ثور 1399 ساعت 17:20

په داسې حال کې چې له بهرنیو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو له امله د کرونا په پېښو کې د زیاتوالي ویره شتون لري؛ د ملکي هوايي چلند اداره وايي: تازه یې په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې ۱۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړي دي.
د یادې ادارې د عامه اړیکو مشر رسنیو سره په خبرو کې وویل: «د کرونا وېروس له خپرېدلو او د هوايي ترانسپورت له بندېدلو وروسته په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې زرګونه افغان بېرته خپل هېواد ته را لېږدول شوي».



محمد نعیم صالحي زیاته کړه: یاد کډوال چې زیات یې په هند، سعودي عربستان، عربي متحده امارت او ترکیې کې بند پاتې وو، له یوې میاشتې راهیسې یې هېواد ته د راستنېدو چارې پیل شوې وې، چې اوس هم دوام لري.
د ده په وینا: اریانا افغان او کام ایر هغه دوه خصوصي شرکتونه دي، چې په خپلو پروازونو کې افغان کډوال هېواد ته راستنوي.
دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و: د کرونا له امله شاوخوا ۱۰۰ زره افغانان په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي.
د ویلو وړ ده چې له دې وړاندې له چین، ایران او پاکستان نه هم زرګونه افغان کډوال په قانوني او غیرقانوني توګه افغانستان ته را اوښتي وو.
 


د مطلب کود: 210213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210213/له-بهرنیو-هېوادونو-څخه-۱۰۰۰۰-افغان-کډوال-بېرته-افغانستان-ته-لېږل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com