دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 210243
د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادرېږي
د افغانستان د سوداکرۍ او صنایع خونې چارواکي وایي، د چابهار بندر له لارې هند ته ۱۵۰ ټنه وچه مېوه صادرېږي.

د دې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا به په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.
نوموړي وویل چې تر دې وړاندې چين ته ۱۱۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
ښاغلی مومند وایي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هلې ځلې کوي چې صادرات زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله صادرات او واردات په ټپه درېدلي و او په اکثرو ښارونو کې د لومړنیو توکو بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې چې خلک‌یې اندېښمن کړي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkvnix23nzid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته