دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 210250
د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي توافق ته د طالبانو غبرګون
وسله والو طالبانو د ولسمشر غني او پخواني اجرئیه رئیس عبدالله ترمنځ سیاسي توافق د پخوانیو « ناکامو تجربو» تکرار بللی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر څو میاشتنیو اختلافاتو وروسته پرون یکشنبه مې۱۷ (غويي۲۷) د افغان سیاسي څېرو په حضور کې سیاسي توافق لاسلیک کړ.
د یادې توافقنامې پر بنسټ به ډاکټر عبدالله عبدالله د پنځو کلونو لپاره د ملي مصالحې شورا مشر وي چې له طالبانو سره د سولې اړوند مسایل پر مخ یوسي او دا بهیر رهبري کړي.
د دغه تړون پر اساس به د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټېم غړي په کابینه کې مشارکت ولري. او د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.
یاده توافقنامه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي او طالبانو پر ضد د حکومت لخوا د تعرضي عملیاتو اعلان د سولې خبرې تر سیورې لاندې راوستي دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د مې په ۱۷مه(غويي۲۷) ویلي چې افغان لورې باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي چې په وینا یې د یادې ستونزې حل د دوحې تړون عملي کېدو کې دی.
هغه پر خپل ټوېټر لیکلي: "په کابل کې چې څه روان دي د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار ده، افغان جهتونه باید د ستونزې اصلی حل ته متوجه شي،د افغانستان د ستونزي حل د دوحې د تړون په عملي کیدو کې ایښی. باید د خنډونو له ایجاد څخه ډډه وشي. د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي او هرڅه ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي."
طالبان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې دامریکا متحده ایالاتو په ګډون، ناټو، ملګرو ملتونو او پاکستان د د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي توافقنامې هر کلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره ورځ ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله سره په ټلیفوني خبرو کې د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې: "لا هم د جګړې د ختمولو لپاره سیاسي جوړجاړی د امریکا لپاره لومړیتوب لري
ښاغلي پمپیو هیله ښودلې ده چې دواړه مشران به د سولې په اړه ګډ کار وکړي. په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده چې د دوی ترمنځ‌ د سیاسي اختلاف له کبله "وخت ضایع شوی" دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftxd0xw6dy0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته