کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: کندز او وردک ولایتونو کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوي

29 ثور 1399 ساعت 12:04

د هېواد ملي دفاع وزارت وايي، چې کندز او میدان وردک ولایتونو کې یې په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه طالب وسلوال وژلي او د وسلو یو شمېر زېرمې یې هم ورته له منځه وړي دي.


ملي دفاع وزارت نن ( دوشنبه غويي ۲۹ ) په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه یې د میدان وردک په سید آباد ولسوالۍ کې د هوايي برید له لارې ۱۰ تنه طالب وسلوال وژلي او یو شمېر وسلې هم ورته له منځه وړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې  افغان امنیتي ځواکونو د کندز ولایت کلتراش کلي هم هوايي برید ترسره کړی، چې اته تنه طالبان وژل شوي او یو شمېر وسلې یې هم له منځه تللي دي.
ملي دفاع وزارت تل ویلي چې هوايي بریدونو کې یې وسلوال مخالفین په نښه کړي دي، خو داسې ډېرې پېښې شوي چې ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره اوني ملي دفاع وزارت د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې وه چې د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو د دې کړنې پر وړاندې په لاریون لاس پورې کړی وو، او د داسې ړندو بمباریو د بندیدو غوښتنه یې کړې وه.


د مطلب کود: 210259

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210259/دفاع-وزارت-کندز-او-وردک-ولایتونو-کې-۱۸-تنه-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com