دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۷
د مطلب کود : 210274
هېواد کې د کرونا ویروس ۴۰۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې
د هېواد عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلریشت ساعتونو کې د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس ۴۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماټو له مخې تېرو څلریشت ساعتنو کې کابل کې تر هر بل ولایت ډېرې د کرونا ویروس تازه مثبتي پېښې ثبت شوي چې شمېر ۱۶۲ ته رسي.
تر کابل وروسته ۹۵ هرات، ۳۱ بلخ، ۲۰ تخار، ۱۹ پروان، ۱۸ پکتیا، ۱۵ وردک، ۸ لوګر، ۷ بغلان، ۶ دایکندي، ۵ غور، ۵ کونړ، ۴ پکتیکا، ۴ پنجشیر، ۳ کندز، ۳ کاپیسا او ۲ لغمان کې ثبت شوې ده.
له دې تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷،۰۷۲ ته ورسېد، چې له همدې شمېر څخه ۱۷۳ کسان مړه شوي او څه کم ۱۰۰۰ کسان بېرته رغېدلي دي.
هېواد کې د کرونا ویروس د پېښو شمېر په داسې حال کې په ډېرېدو دی، چې د کابل په ګډون لویو ښارونو کې قرنطین مات او د خلکو ګڼې ګوڼې خپل عادي حالت غوره کړی دی.
عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي که حالات داسې روان وي او خلک روغتیايي لارښونو ته پاملرنه ونه  کړي، لوی ناورین به رامنځته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzgb5arhb85p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته