کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو پرته له اعلان څخه پسرلني عملیات پیل کړي - امنیتي چارواکي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 ثور 1399 ساعت 14:32

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج او د افغان پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري د طالبانو په ضد د تعرضي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.


دغو چارواکو دوشنبې په ورځ مې ۱۸ ( غوايي ۲۹) کابل کې خبریالانو ته د طالبانو په ضد د دغو پيل شویو عملیاتو په علتونو هم وغږېدل.
یادو چارواکو یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د تعرضي عملیاتو د پیل په اړه وویل چې دا ځواکونه سولې ته د رسیدلو لپاره جنګیږي.
دوی وویل چې طالبانو د نورو تروریستي ډلو په ملتیا پرته د اعلان څخه خپل سږني پسرلني عملیات پیل کړي.
د افغان پوځ لوی درستیز جنرال وزیري وویل" مدافعه د جنګ یا محاربې هغه ډیر مجبور وضعیت دی. د جمهور رئیس غني له خوا د تعرضي عملیاتو د امر وروسته په ټول افغانستان کې تعرضي عملیات پیل شوي چې په بدخشان، بلخ، فاریاب او پکتیا کې وسله والو طاالبانو ته زیاته مرګ ژوبله رسیدلې ده."
هغه وویل وزیري وویل چې د جمهور رئیس غني له خوا د تعرضي عملیاتو د امر وروسته په ټول افغانستان کې تعرضي عملیات پیل شوي چې په بدخشان، بلخ، فاریاب او پکتیا کې وسله والو طاالبانو ته زیاته مرګ ژوبله رسیدلې ده.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي او د ملي امنیت سرپرست احمد ضیا سراج تر ډیره د طالبانو له خوا د کابل د برچي پر ۱۰۰بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت د ښیوې ولسوالۍ کې د جنازې د لمونځ کوونکو په منځ کې د ځانمرګي برید څخه د پرله پسې انکار او د افغان حکومت د ادعا په اړه چې دا بریدونه د طالبانو کار ګڼي خبرې وکړې.
مسعود اندرابي وویل چې طالبان کله د برید مسولیت مني او کله یې نه مني. هغه وویل چې همدا نن طالبانو غزني کې د اسلامې ثقافت پر مرکز برید کړی او مسولیت یې هم منلی دی.

د ملي امنیت د ریاست سرپرست احمد ضیا سراج خبریالانو ته وویل چې د دغه ریاست اسناد دا ښيي چې طالبانو د اسلامې دولت یا داعش په ګډون د نورو تروریستي ډلو سره ډیرې نږدې اړیکي لري او په کابل کې هم د حقاني شبکه داعش سره په ګډه عملیات ترسره کوي.
هغه دوه اونۍ وړاندې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د حقاني او داعش د ډلې د ګډې شبکې د غړو نیولو او د شبکې له منځه وړلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د حقاني شبکې ډیر غړي اوس د داعش په لیکو کې فعالیت کوي.
ښاغلي سراج د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي څرګندونو په اړه چې ویلي دي چې طالبان د کابل د ۱۰۰بستریز روغتون او د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ په بریدونو کې لاس نلري وویل چې امریکا او د افغانستان ملي امنیت ریاست یو بل سره استخبارتي معلومات شریکوي او په دې اړه به هم سره معلومات شریک کړي.
ښاغلي سراج وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روان میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته تراوسه طالبانو له ۳۸۰۰ څخه زیات بریدونه کړي چې له امله یې ۴۲۰ ملکیان وژل شوي او ۹۰۶ نور ټپیان شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرپرست احمد ضیا سراج وویل چې په پاکستان کې د دیني مدرسو د تړلو وروسته طالبانو د دغو مدرسو زده کوونکي خپلو لیکو کې جذب کړي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استولي دي.
ښاغلي سراج وویل:" همدارنګه د طالبانو مشرتابه چې په وروستیو کې د کویټې د شورا نظامي رهبرۍ په ګډون ولایتونو په کچه تغیرات راوستي مسله ډیره روښانه ده چې هغوی په سوله فکر نه کوي او مونږ هم هیڅ داسې کومه نښه نه ده لیدلې چې د طالبانو مشرتابه سولې ته ژمن اوسي".
هغه زیاته کړه: "د القاعدې سره د ازبکستان د اسلامي تحریک سره د شرقي ترکمنستان، د لشکر طیبه او نورو ډلو سره اړیکې ډیرې زیاتې شوي دي او په دې لټه کې دي چې د دغو ډلو څخه په افغانستان کې د تیر پرتله ډیره ګټه واخلي."
د ملي امنیت د ریاست دغه چارواکي ادعا وکړه چې طالبان د پاکستاني دیني عالمانو په مرسته یو منشور چې د دغې ډلې اساسي قانون دی ترتیب کړی او غواړي چې په افغانستان کې د خپل حکومت د جوړیدو پر مهال یې پلی کړي.
خو طالبانو دمخه د دغسې منشور د ترتیبولو په اړه په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه په کلکه رد کړي وو. د ملي امنیت د ریاست سرپرست وویل چې د دې لپاره چې داعش ډله د دریو څخه ترپنځه کسیزو ګرپونو کې په ښارونو کې فعالیت کوي، نو دا ډله به په افغانستان کې د یوې مودې لپاره خپلو تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
خو هغه وویل د داعش د خراسان ولایت د مشر فاروقي او د لرې ختیځ لپاره د دغې ډلې مشر د نیولو وروسته اوس د داعش درې څلورنور لوړې پوړې مشران لا پاتې چې د نیولو هڅې یې روانې دي.
هغه وویل چې د اعش په لیکو کې چې کوم افغان جنګیالي جنګیدل او هغه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي د قومې مشرانو له خوا د ضمانت له ورکولو وروسته خوشې شوي دي.


د مطلب کود: 210283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210283/طالبانو-پرته-له-اعلان-څخه-پسرلني-عملیات-پیل-کړي-امنیتي-چارواکي

آوا
  https://www.avapress.com