دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۹
د مطلب کود : 210300
ولسمشر ټرمپ: طالبان هم افغانستان کې زموږ له شتونه ګټه اخلي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ په یوه کمسارې ادعا کې ویلي، طالبان په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د شتون په اړه ګډوډ پیغام ورکوي.‌  ټرامپ په خپل ټویټ کې د ډالرو سمبول ($) کارولو سره ویلي، طالبان افغانستان کې د امریکا له شتونه ګټه اخلي.‌
د امریکا ولسمشر د خپلې دې ادعا په اړه کوم وضاحت نه دی کړی، خو یو ځل بیا یې ویلي‌ چې امریکایی پوځ افغانستان کې د پولیسو رول ترسره کوي.
ډونلډ ټرامپ دا ټویټونه د وال سټریټ ژورنال د هغې سرمقالې په غبرګون کې کړي چې پکې له نوموړي غوښتنه شوې وه چې د افغانستان په مسله کې بیړه ونکړي.
 
https://avapress.com/vdcbggb5grhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته