دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 210305
زابل کې ماین چاودنې ۴ ملکیان وژلي ۸ ټپیان دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او۸ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د سې شنبې په ورځ مې۱۹(غويي۳۰) ویلي چې دغه پېښه پرون ناوخته د زابل ولایت په میزانې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
هغه ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د ملکي خلکو یو ټونس موټر په سیمه کې د نوموړي په وینا د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوي ماین باندې برابر شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړې چې د پېښې ټول قربانیان ښځې، ماشومان او نارینه دي.
پر همدې مهال د زابل امنیه قوماندانۍ هم په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغه ماین د طالبانو لخوا امنیتي ځواکونو ته ځای پر ځای شوی و.
د زابل امنیې قوماندانۍ د ټپي شوو ملکي وګړو شمېر ۹ تنه ښودلی دی.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې بلې اعلامیې کې هم ویلي په زابل ولایت کې یوه شپږ کسیزه ډله چې په ماین جوړولو مصروفه د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9xnak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته