دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 210316
هرات کې د پولیسو پر پوستې برید؛ یوه پولیس سرتېري ژوند د لاسه ورکړ
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ښار لویدیځه برخه کې د پولیسو پر پوستې برید کې یوه پولیسو سرتېري ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالاحد ولي زاده نن(سې شنې د غويي په ۳۰مه نېټه) وايي چې پېښه کې دوه تنه بریدګر وژل شوي دي.
نوموړی وايي بریدګرو نن سهار پر پوستې برید وکړ او د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۲ بریدګر ووژل شول او یو یې ټپي شو.
ښاغلی ولي زاده وايي چې ټپي بریدګر په تېښته بریالی شوی دی او د نیولو په موخه یې هڅې روانې دي.
د هرات ولایت امنیتي چارواکو نه دي ویلي چې بریدګر په کومې ډلې پورې تړاو لري.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizuarqt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته