کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات کې د پولیسو پر پوستې برید؛ یوه پولیس سرتېري ژوند د لاسه ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1399 ساعت 10:28

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د ښار لویدیځه برخه کې د پولیسو پر پوستې برید کې یوه پولیسو سرتېري ژوند له لاسه ورکړی دی.


د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالاحد ولي زاده نن(سې شنې د غويي په ۳۰مه نېټه) وايي چې پېښه کې دوه تنه بریدګر وژل شوي دي.
نوموړی وايي بریدګرو نن سهار پر پوستې برید وکړ او د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۲ بریدګر ووژل شول او یو یې ټپي شو.
ښاغلی ولي زاده وايي چې ټپي بریدګر په تېښته بریالی شوی دی او د نیولو په موخه یې هڅې روانې دي.
د هرات ولایت امنیتي چارواکو نه دي ویلي چې بریدګر په کومې ډلې پورې تړاو لري.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی.


د مطلب کود: 210316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210316/هرات-کې-د-پولیسو-پر-پوستې-برید-یوه-پولیس-سرتېري-ژوند-لاسه-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com