دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 210320
د ملکیانو مرګ ژوبلې په تړاو د یوناما اندېښنه
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) د خبرپاڼې په خپرولو سره هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په اپریل میاشت د طالبانو لخوا ۲۰۸ او د حکومت ځواکونو بریدونو کې ۱۷۲ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد دفتر خبرپاڼه کې چې نن سې شنبې(د غويي په ۳۰مه نېټه) خپره شوې ده، همداراز راغلي دي چې د تېر ۲۰۱۹  زیږدیز کال پرتله د طالبانو لخوا بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله کې ۲۵ سلنه او د افغان ځواکونو بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله ۳۸ سلنه لوړوال ښیې.
یوناما خبرپاڼه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښته کړې ده چې تاوتریخوالی ودروي او "د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په موخه پر خبرو تمرکز، وکړي. "
خبرپاڼه زیاتوي:« طالبان د اپریل په میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسؤل وو، چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل په پرتله ۲۵ سلنه او د ۲۰۲۰ کال  د مارچ پرتله په ورته کچې زیاتوالی ښیي. افغان امنیتي ځواکونو ته د اپریل په میاشت کې ۱۷۲ ملکي تلفات راجع شوي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل پرتله ۳۸ سلنه او د ۲۰۲۰ کال  د مارچ پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي. دغه شمیرې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه دیوناما د نیمایي کال د رپورټ لپاره د بیا او کره کتنې وړ دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شبې په ورځ ننګرهار کې د جنازې په مراسمو او کابل کې پر زیږنتون بریدونه وشول او په ترڅ کې یې له ۵۰ ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
یوناما همداراز ویلي دي چې د روغتیايي کارکوونو خوندیتوب ته په داسې حال کې چې هېواد کې د کووید ۱۹ ناروغۍ سره مبارزه کوي، پام وشي:«روغتیایي کارکوونکي او بنسټونه له برید څخه ځانګړی خوندیتوب لري. هغه پیښې چې د روغتیا پالنې لپاره پر اړینو خلکو، ځایونو او اکمالاتو باندې اغیزه کوي کیدی شي جدي او پراخه پایلې ولري، په ځانګړي توګه د کویډ ۱۹ ناورین په اوږدو کې. د روغتیایي تاسیساتو یا خوندي بلل کیدونکي پرسونل په ګډون، په ملکي وګړو او ملکي ځایونو قصدي بریدونه ممکن جنګي جرمونه وګڼل شي.»
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxz0xzyt0fs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته