دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 210333
کندز او تخار کې نښته شوې ۲۶ تنه پکې وژل شوي
په کندز او تخار ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي دي.
د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند هجرت الله وايي طالبانو تیره شپه ددې ولایت مرکز امنیتي کمربند او ولسوالیو کې د امنیتی ځواکونو په پوستو باندې بریدونه کړي دي چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.
هجرت الله زیاتوي چې طالبانو د کندز علي اباد ولسوالۍ په لویه لاره، خان اباد امام صاحب او چهار درې ولسوالۍ باندې بریدونه پيل کړې وه چې د امنیتي ځواکونو له له لوري ورته ځواب ورکړل شوی او په کې شل تنه طالب جنګیالي وژل شوي دي.
دی زیاتوي چې په دې پيښو کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.
له دې سره بیا تخار ولایت کې هم نښته شوې ده.
همدا راز په تخار ولایت کې هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
سیمه اییز چارواکي وايي چې د تخارو لایت بهارک ولسوالۍ کې ولسي پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده چې په کې شپږ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو سره تمه وه چې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه کمه شي، خو طالبانو خپل بریدونه نه دي کم کړي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي په دې پيښه کې طالبانو ته هم تلفات ور اوښتي خو دقیق معلومات یې نشته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxvnix23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته