دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 210343
کندهار کې دریو سرتیرو خپل ملګري ویشتلي
د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د پولیسو دریو سرتیرو پر خپلو ملګرو ډزې کړي دي.
دا پيښه تیره شپه شوې چې پایله کې یې پنځه تنه سرتیري وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د کندهار د والي ویاند، بهیر احمدي یک تلویزیون ته وویل چې تر اوسه د دې پيښې څرنګوالی نه دی معلوم او په اړه یې پلټنه روانه ده.
د برید کوونکي سرتیرو له ډلې دوه تنه یې وژل شوي او یو تن یې له سیمې تښتیدلی دی.
ښاغلي احمد وویل تر اوسه معلومه نه ده چې برید کوونکي د طالبانو اړوند کسان و او که جګړه د خپلمنځي اختلاف له امله شوې ده.
د یادولو ده چې افغانستان کې داسې بریدونه پخوا هم په کراتو ترسره شوي دي چې د ډیریو علت یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو ځای پر ځای کیدل دي.
https://avapress.com/vdci5uarpt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته