دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 210344
د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۶۵۳ ته ورسید
د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۵۸۱ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د تازه ثبت شویو شمېرو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۶۵۳ ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله پنځه تنه مړه شوي او ۴۹ نور روغ شوي هم دي.
تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۸ ته رسېدلی او د روغو شویو هم ۸۵۰ ته رسېدلی دی.
تازه مثبتې پېښې له ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوې دي چې په کابل او پکتیا کې در ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي.
کابل د ۱۶۵ او پکتیا د ۱۳۴ پېښو سره تر ټولو ډېرې تازه پېښې په کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او په کورونو کې پاتې نشي، دا ویروس به پراخ شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxye8xuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته