دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 210358
کندز کي ماین چاودني ۲۰ کسان مړه او ټپیان کړل
د کندز امنیتي چارواکي وایي، نن غرمه د کندز ښار اړوند «کهنه فروشي» سیمه کې ماین چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د کندز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري نن سې شنبهرسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کسانو کې یو پولیس او یو ملکي وګړی شامل دي.
هغه وویل چې ماین د طالبانو لخوا په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و چې له امله ګڼ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
طالبانو تر دامهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78wvjh8zxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته