د دغې خونې مشر توکل احمدیار دا خبرې نن په کابل کې د امریکا سفارت د مرستیالې مېرمن دېکر سره د وېډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې مطرح کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وایي، په دغه ناسته کې په روانو اقتصادي شرایطو کې د تشبثاتو د اهمیت په رول، پانګونو او د سوداګریزو فعالیتونو د شرایطو د ښه کېدو لپاره د لازم اقداماتو، د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، له پانګونې د ملاتړ او هم د هېواد په اقتصادي ودې او انکشاف کې د خصوصي سکټور د رول په پياوړي کولو ټینګار شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ په دغه ناسته کې د امریکا سفارت مرستیالې د افغانستان د خصوصي سکټور د پرمختګ په برخه کې د امریکا د دولت د ملاتړ او له خصوصي سکټور سره د خبرو اترو د دوام او له پاکستان سره د تجارتي او ټرانزیتي ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)