دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 210361
بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ کې کرنيزې پروژې پیل شوې
په بادغیس، بدخشان، سمنګان، غزني او کونړ کې د یو زر او ۸۱۵ کرنيزو پروژو چارې پیل شوې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د دې پروژو په لړ کې د بادغیس په ولایت کې ۳۷۰ پروژې، بدخشان کې ۲۰۵ پروژې، په سمنګان کې ۳۶۰ پروژې، غزني کې ۷۷۰ پروژې او په کونړ کې ۱۱۰ پروژې پلې کېږي.
ټاکل شوې چې په بادغیس ولایت کې د ۳۷۰ پروژو له ډلې ۴۰ ممیز خونې او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۳۰ لمریز وچوونکې دستګاوې هم ووېشل شي چې دا به د بزګرانو له اقتصادي پیاوړتیا سره د پام وړ مرسته وکړي.
دغه‌راز په بدخشان کې د ۲۰۵ پروژو په ډله کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه او صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او د مېوو او سبو وچوونکې الې وېشل شامل دي.
د کرنې وزارت وایي، په سمنګان کې د ۳۶۰ پروژو له ډلې د پیازو او کچالو ۲۵۰ زېرمتونونه او د مېوو ۱۰ صفر انرژۍ سړې خونې جوړول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۱۰۰ لمریز وچوونکې دستګاوې وېشل شامل دي.
د غزني په ولایت کې ۷۷۰ پروژې پلي کېږي چې په دغو پروژو کې بزګرانو او بڼوالو لپاره ممیز خونې جوړول، د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړول او د مېوې د زېرمه کولو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول شامل دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ دغه طرحه د روان مالي کال تر پایه په بشپړه توګه عملي کېږي او د پلي کېدو پر وخت او له هغه وروسته زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
د کرنې وزارت وايي، د دې پروژو په پلي کېدو سره د کروندګرو او بڼوالو اقتصاد هم ښه کېږي.
https://avapress.com/vdciquarzt1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته