کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ: طالبان په افغانستان کې زموږ له حضور نه مالي ګټه پورته کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 ثور 1399 ساعت 15:22

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي طالبان له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه مختلط نظر لري.


ښاغلي ټرمپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د دې خبرې په غبرګون کې چې ویلي یې وه، ډونالد ټرمپ په افغانستان کې بې‌فکره عمل کوي وایي، طالبان د دوی له حضور نه په افغانستان کې مالي ګټه پورته کوي، نو ځکه یو شمېر یې د دوی وتل نه‌غواړي.
خو طالبان بیا د ولسمشر ټرمپ دا خبره ناسم برداشت بولي وایي.
ډونالد ټرمپ تازه په خپل ټویټر لیکلي، "له افغانستان نه زموږ (امریکا) د وتلو په اړه طالبان بېلابېل نظرونه لري، دوی (طالبان) زموږ له حضور څخه ډالر لاسته راوړي، په افغانستان کې موږ له لومړیو ورځې پرته هېڅکله د بریا لپاره جګړه نه‌ده کړې، موږ هلته ډېر د پولیسو په څېر عمل کړی، تر دې چې هلته د یو پوځي ځواک په توګه واوسو، اوس موږ په افغانستان کې د بیا رغونې په برخه کې رول لرو."

 
تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي و چې د کرونا ویروس له امله خپل ټول سرتېري به له افغانستان نه وباسي او په وار وار یې ټینګار کړی چې طالبان باید په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړي.
همدارنګه د فبرورۍ په ۲۸مه کله چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشوه او په کابل کې د امریکا د دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته راغلي وو او له افغان حکومت سره‌یې د یادې هوکړې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې دوی به د مهالوېش په اساس خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي او تر دې مهال‌یې په افغانستان کې د پولیسو رول لوبولی دی.​
 
خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو سره په خبرو کې د ډونالد ټرمپ خبرې ردوي او وایي چې نوموړی ناسم برداشت لري.
ښاغلی مجاهد وایي چې طالبانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر قربانۍ ورکړي او کلونه کېږي چې جګړه کوي، د مجاهد په خبره ټول طالبان د امریکایي ځواکونو په وتلو سلا او هم‌نظري دي.
په قطر کې د همدې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ازادي راډيو ته په استول شوي پيغام کې ورته نظر وړاندې کړی او ویلي یې دي چې کله بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووځي هغه مهال به هېواد خپلواک او افغانان به په ازاده توګه خپل سیاسي او اقتصادي فیصلې کوي.
 
خو ځيني افغان پوځي کارپوهان په دې باوري دي چې طالبانو په خپلو کړنو کې ثابته کړې چې خپلمنځي اختلافات لري.
پخوانی پوځي جنرال طاهر یرغل وايي، هغه طالبان چې په پاکستان کې یې کورونه او پټنځایونه دي د سولې خلاف نظر لري.
هغه زیاته کړه: "دا دقیقه خبره ده، په جګړه‌ییزو ډلو کې دا ډېر کله اختلافات وي او بیا د ځينو هېوادونو فشار هم پرې وي لکه پاکستان چې د اکثرو طالبانو کورونه او شتمنۍ هلته دي او پاکستان په دومره کلونو کې موږ ته ثابته کړې چې نه‌غواړي په افغانستان کې یو پیاوړی او یو لاسی حکومت او دایمي سوله واوسي، نو د همدې فشار له مخې طالبانو کې دا ستونزه شته."
ښاغلی یرغل وایي، ښه ده چې طالبانو سره له سولې وړاندې د دغې ډلې ترمنځ خپلمنځي اختلافات حل او بالاخره د سولې پروسه پر مخ لاړه شي.
خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر باالمعروف وزیر مولوي قلم‌الدین بیا وایي چې امریکا دا څرګندونې یوازې د طالبانو او افغان حکومت د خواشنیولو لپاره کوي.
دی وایي: "څومره چې معلومات لرم طالبان ټول په یوه خوله له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو سلا دي، د امریکا دا څرګندونې بېلابېل اړخونه لري چې یو یې د افغان سولې د طرفونو یعنې طالبانو او افغان حکومت د خواشینولو اړخ دی."
 
ښاغلی قلم‌الدین وایي چې امریکا دې د شان ادعاوو پر ځای د بین‌الافغاني خبرو اترو او د افغان سولې اړوند همکارۍ زیاتې کړي.


د مطلب کود: 210367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210367/ټرمپ-طالبان-په-افغانستان-کې-زموږ-له-حضور-نه-مالي-ګټه-پورته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com