کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عامې روغتیا وزارت: اختر کې له مبارکیو تېر شئ، په کور پاتې شئ

31 ثور 1399 ساعت 8:32

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اختر په رانږدې کیدو پر خلکو غږ کړی چې د اختر له سوداو او مبارکیو تېر او پر ځای يي هغه پیسې اړمنو ته ورکړي. یاد وزارت یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
خو د افغانستان په ډیری ولایتونو او ګڼ مېشتو ښارونو کې د حکومتي اعلان پرته خلکو ګرځبندیز پای ته رسولای او ښکاري چې د اختر په نږدې کیدو ښاري ګڼه ګوڼه لا په ډیریدو ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لرو بر کې د کورونا پېښې له بل هر وخته ډېرې شوي، او د عامې روغتیا وزارت يي لامل پخپله د خلکو بې پروايي ګڼي.



د سې شنبې پر ورځ له ۱۲۰۰ شکمنو کسانو څخه سم نیمايي نږدې ۶۰۰ په کورونا ویروس اخته تثبیت شوي. دا تر دې دمه افغانستان کې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په کابل کې ۱۶۵ پیښې، په ننګرهار کې ۱۳۴، په بلخ کې ۴۴ او په هرات کې بیا ۳۸ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
د ګڼې ګوڼې له ډيریدو او د عامې روغتیا وزارت له اندیښنو سره سره ښکاري چې حکومت له نندارې ور ها خوا له نورو هغو ګامونو او محدودیتونو پر شا شوی چې موده وړاندې يي لګولي وو.
په لویو ښارونو کې ګڼه ګوڼه دومره عادي شوي چې اصلا د ګرځبندیز کومه نښه نه ښکاري.
 


د مطلب کود: 210381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210381/عامې-روغتیا-وزارت-اختر-کې-له-مبارکیو-تېر-شئ-په-کور-پاتې

آوا
  https://www.avapress.com