دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 210386
"طالبان غواړي خپل مشرتابه افغانستان ته انتقال کړي"
د افغانستان د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج وایي طالبان د پاکستان په ملاتړ هڅه کوي چې د هیواد ځيني ولایتونه په خپل کنټرول کې راولي او خپل مشرتابه افغانستان ته را انتقال کړي.
ضیا سراج دا څرګندونې نن سه شنبې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې کړي دي.
هغه پر کندز د طالبانو د تیرې شپې بریدونو ته په اشارې سره وویل چې طالبانو د همدې موخې لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
سراج ټینګار وکړ چې طالبان سولې ته اراده نه لري او غواړي چې د ځواک له لارې واک ترلاسه کړي.
سراج د کابل او ننګرهار تیرو بریدونو کې د طالبانو لاس ښکیل وباله او زیاته یې کړه چې دغه ډله لاهم له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لري.
بله خوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم په همدې غونډه کې ویلي چې طالبانو د تیر کال د همدې مودې په پرتله خپل بریدونه زیات کړي دي او دا زیاتوالی تر پنځلسو سلنې رسیږي.
دفاع وزارت هم ویلي چې طالبانو په تیره یوه اونۍ کې د هیوادونو پر بیلابیلو برخو کې له ۶۳۰ زیات بریدونه کړي دي.
افغان لوی درستیز بسم الله وزیر، مسعود اندرابي او ضیا سراج نن ولسي جرګې ته د ځواب ویلو لپاره ور بلل شوي و.
دوی داسې حال کې ولسي جرګې ته ورغوښتل کیږي چې په تیرو څو اونیو کې هیواد کې د تاوتریخوالي کچه زیاته شوې او طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcxd0vw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته