دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 210389
تخار کې ۱۵ تنه پاڅون کوونکي د طالبانو په برید کې وژل شوي او ټپیان دي
په تخار ولایت کې ۱۵ تنه ولسي پاڅون کوونکي د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوي او ټپیان دي.
ځایي چارواکو یک تلویزیون ته ویلي چې طالبانو تېره شپه شاوخوا یوه بجه د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ لاله ګذر سیمه کې د پاڅونوالو پر پوستو بریدونه کړي چې پایله کې یې ۹ سرتیري ووژل شول او ۶ تنه نور ټپیان شول.
سرچینه والو جګړه د د طالبانو او ملک تاتار نومي قومندان کسانو ترمنځ شوې ده.
په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیق معلومات یې نشته.
په تېرو څو اونیو کې په ځانګړي توګه د روژې میاشتې په رسیدو سره هېواد کې جګړه هم زیاته شوې ده.
https://avapress.com/vdcivuar3t1azp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته