دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 210390
پروان او خوست کې د لمانځه پر مهال ۱۱ کسان وژل شوي
د پروان ولایت چارواکو منلې چې تېرماښام ( سه شنبه غويي ۳۰ ) ناپېژنده وسلوالو یو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي دي.
د پروان ولایت د والي ویاند وحیده شهکار رسنیو ته ویلي چې د یاد ولایت مرکز د چاریکار په خلا زيي کلي کې د ماښام لمونځ پر وخت ناپېژنده وسله لروونکو کسانو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي دي.
د پروان د والي ویاند زیاتوي چې پېښه کې اته کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دې ورته پېښه خوست ولایت کې هم شوې، د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ناپېژنده وسلوالو تېرماښام پر لمونځ کوونکو ډزې کړي دي.
د خوست ولایت امنیتي چارواکو د پېښې په تاييد سره ویلي چې ناپېژنده  کسانو د یاد ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د ماښام لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، چې درې لمونځ کوونکي پکې وژل شوي دي.
طالبانو ویلي چې پروان کې د ملي امنیت ځواکونو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي دي، خو افغان حکومت وايي چې دواړه خوست او پروان ولایت کې دا جرمونه طالبانو ترسره کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند  طارق آرین وايي، طالبانو د پروان ولایت په چاریکارو کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي چې په  وینا یې اته کسان وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaownuw49n6e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته