دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 210400
د سولې توافقنامې عملي کېدو په اړه له امریکا د طالبانو د مشر غوښتنه
د وسله والو طالبانو مشر مولوي هبت الله اخندزاده وايي، امریکا باید هیڅ چاته اجازه ورنه کړي چې د دغه ډلې او امریکا د سولې توافقنامه له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي.
نوموړي نن چهارشنبه (مې۲۰مه) د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې د یادې توافقنامې عملي کېدل د ټولو اړخونو په ګټه بللې ده.
د طالبانو مشر ویلي چې طالبان د یادې توافقناې عملي کېدو ژمن دي او زیاته کړې ده چې مقابل لوری هم باید پر خپلو ژمنو ودیریږي چې په وینا یې باید دغه حیاتي فرصت ضایع نشي.
نوموړي زیاته کړې: "د امریکا چارواکو ته وایم، چاته باید اجازه ورنکړئ چې زموږ او ستاسو ترمینځ شوې توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي، په دغه توافقنامه کې هر څه په واضحه توګه لیکل شوي او د دواړو ملتونو په ګټه او د ستونزو د هوارۍ لپاره یو ښه چوکاټ جوړوي چې باید په بشپړه توګه عملي شي."
د طالبانو مشر پخپل پیغام کې همدارنګه ویلي چې د یادې توافقنامې په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د روانې جګړې په پای ته رسېدو سره له دغه هیواد څخه د امریکايي سرتیرو وتلو او سولې راتلو ته لار هواره شي.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستلو په هدف د سولې توافقنامه لاسلیک کړه.
یاده توافقنامه چې له لاسلیک څخه یې باندې درې میاشتې تیریږي، څو ځلې یو او بل له یادې توافقنامې څخه په سرغړونې تورن کړي دي.
طالبانو په تیره وري میاشت کې د امریکا متحده ایالات او د هغوی کورني او بهرني ملګري د شپنیو چاپو، هوايي بریدونو او د دغه ډلې د بندیانو د ازادېدو د ځنډ له امله له یادې توافقنامې څخه په سرغړونې تورن کړل.
خو امریکايي چارواکو بیا د توافقنامې تر لاسلیک وروسته د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام له یادې هوکړې څخه د طالبانو د سرغړونې په معنا بللي دي.
څو ورځې مخکې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر وویل چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمولو کې پاتې راغلي دي. هغه وویل طالبانو له تړون وروسته په بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دي کړي خو په افغان ځواکونو یې بریدونه زیات کړي ‌دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا څه موده مخکې وویل چې طالبانو له امریکا سره تړون وروسته په افغانستان کې ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې پر مهال یې یوازې ۷۸۹ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ولسمشر غني هم روانه میاشت وویل چې له دغه تړون وروسته د طالبانو بریدونه زیات شوي او افغانان د سولې په اړه بې باوره شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxxqix2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته