کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: طالبانو له تړون وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1399 ساعت 11:46

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون عمومي څیړونکې ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته دریو میاشتو کې پر افغان ځواکونو بریدونه بې ساري زیات کړي دي.


دغې ادارې همدا شان ویلي چې طالبانو له واشینګټن سره د سولې تړون له لاسلیک کیدو مخکې، حتا د تاوتریخوالي کموالي اونۍ کې هم خپل بریدونه کم نه کړل.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې په ځانګړي توګه د روژې میاشتې په رسیدو سره طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.
بله خوا د امریکا د معلوماتو اژانس ویلي که څه هم ایران د افغانستان سولې خبرو ته ګواښ نه دی، خو دغه هیواد لا هم د طالبانو ترشا ولاړ دی.
د دغه بنسټ په رپوټ کې ویل شوي هیڅ داسې کوم اسناد نشته چې وښیي ایران په افغانستان د فاطمیونو له ډلې ملاتړ کوي او یا ترې ګټه اخلي.


د مطلب کود: 210403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210403/پنټاګون-طالبانو-له-تړون-وروسته-پر-افغان-ځواکونو-بریدونه-زیات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com