دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 210403
پنټاګون: طالبانو له تړون وروسته پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون عمومي څیړونکې ادارې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي چې طالبانو له امریکا سره د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته دریو میاشتو کې پر افغان ځواکونو بریدونه بې ساري زیات کړي دي.
دغې ادارې همدا شان ویلي چې طالبانو له واشینګټن سره د سولې تړون له لاسلیک کیدو مخکې، حتا د تاوتریخوالي کموالي اونۍ کې هم خپل بریدونه کم نه کړل.
دا په داسې حال کې دي چې وروستیو څو اونیو کې په ځانګړي توګه د روژې میاشتې په رسیدو سره طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.
بله خوا د امریکا د معلوماتو اژانس ویلي که څه هم ایران د افغانستان سولې خبرو ته ګواښ نه دی، خو دغه هیواد لا هم د طالبانو ترشا ولاړ دی.
د دغه بنسټ په رپوټ کې ویل شوي هیڅ داسې کوم اسناد نشته چې وښیي ایران په افغانستان د فاطمیونو له ډلې ملاتړ کوي او یا ترې ګټه اخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxxd0mw6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته