دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 210410
افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۸۰ تازه پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس ۴۹۲ مثبتې پېښې د دغه هېواد په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ د مې په ۲۰مه (غويي۳۱) ویلي چې د دغو مثبتو پېښو په ثبتولو سره په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو مجموعي شمېر ۸۱۴۵ ته لوړ شوی دی.
د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس ۱۰ ناروغان مړه شوي چې په دې سره په افغانستان کې له دغې ناروغۍ څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۷ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس څه باندې ۱۰۰۰ مشکوک سمپلونه په ټول افغانستان کې معاینه کړي چې د دغه وزارت د معلوماتو په اساس تر ټولو زیاتې پېښې په کابل، هرات، بلخ، بغلان، تخار او جوزجان ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د دغه وزارت پر وینا په کروناویروس اخته شوي ۹۳۰ تنه ناروغان بېرته ښه شوي دي.
کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۷ هېوادونو ته ورسېد.
د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخې د چهارشنبې ورځې د مې ۲۰مې (غويي۳۱) تر سهاره پورې په نړۍ کې څه باندې څلور میلیونه او ۹۱۱ تنه په کروناویروس اخته شوي او له ۳۲۳زرو څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfz0xzyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته