دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 210418
زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد کابل ته رسیدلی دی.
یوې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې خلیلزاد به نن له غرمې وروسته له افغان سیاسي مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله سره وګوري.
خلیلزاد دوه ورځې وړاندې دوحې او کابل ته سفر پيل کړ.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریځ پيغام کې له امریکا غوښتي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې عملي کیدو پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gb5wrhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته