دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 210449
خلیلزاد او عبدالله د تاوتریخوالي کمول او اوربند غواړي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله سره یې تر ګډې ناستې وروسته له ښاغلي عبدالله سره جلا ناسته هم درلوده. ښاغلی خلیلزاد وايي، له عبدالله سره لیدنه کې په دې دواړه سلا شول چې تاوتریخوالی خورا لوړ دی او اړتیا ده چې ټولې خواوې یې کم کړي.
زلمی خلیلزاد وايي، دوحه کې یې له طالب مشرانو سره لیدنه کې هم په کندز ، غزني او خوست کې د دې ډلې د وروستيو بريدونو په اړه خپله انديښنه شريکه کړه او تينگاريې وکړ، چې ټول اړخونه بايد تاوتريخوالى کم کړي.
ښاغلي عبدالله هم پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې له زلمي خلیلزاد سره یې لیدنه کې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګار وکړ:
ټینګار مې وکړ چې سوله د افغانانو او افغان حکومت له لومړیتوب څخه ده، همدارنګه مې د افغان سولې په برخه کې سیمه ییزه اجماع او نړیوالې همکارۍ مهمې یادې کړې.
 
https://avapress.com/vdcfjxd01w6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته