کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني او خلیلزاد "له مذاکراتو مخکې پر اوربند ټینګار کړی"

2 جوزا 1399 ساعت 11:35

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چارشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې "دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ ".


دافغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.
په دې کتنه کې د بندیانو د تبادلې هم خبرې شوې دي او ټیګار شوی چې باید دې برخه کې یو واضح او معقول میکانېزم رامنځته شي.
زلمي خلیلزاد داسې مهال قطر او بیا کابل ته سفر کړی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې پر امریکا غږ کړی چې له دې ډلې سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي او دا "حیاتي فرصت ضایع نه شي."
د ملا هبت الله اخوند په پیغام کې هم له اشارې پرته له امریکا غوښتنه شوې چې "چاته باید اجازه ور نه کړئ زموږ او ستاسو ترمنځ توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي".
 


د مطلب کود: 210451

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210451/غني-او-خلیلزاد-له-مذاکراتو-مخکې-پر-اوربند-ټینګار-کړی

آوا
  https://www.avapress.com