دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 210452
کورونا وېروس: افغانې نجونې د موټر له پُرزو د اکسیجن ماشین جوړوي
د افغانو نجونو د روباتیک هغه ډله چې په ۲۰۱۷ کال کې یې په امریکا په یوه نړیواله سیالۍ کې جایزه ګټلې وه، اوس هڅه کوي چې د کورونا وېروس بحران کې مرسته وکړي.‌ دې نجونو د موټر له پُرزو د کورونا وېروس ناروغانو لپاره د ساه اخیستلو ماشین یا (وېنټي لېټر) جوړولو هڅه پیل کړې.‌ دغه ډله غواړي‌ چې د روانې مۍ میاشتې تر پایه دا ماشین چمتو کړي او بیه به یې هم بازار کې د دې ماشین له بیې خورا کمه وي.‌

افغانستان، چې شاوخوا ۳۹ میلیونه نفوس لري، دا مهال یوازې څلور سوه د اکسیجن ماشینونه لري.‌
په دې هېواد کې تر دې دمه څه باندې اووه نیم زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي او د مړو شمېر پکې ۱۷۸ ته رسېدلی.
خو چارواکي وېره لري چې وضعیت لا پسې خرابېږي او د افغانستان کمزوری روغتیایي سېستم ښایي له پښو وغورځوي.‌
۱۷ کلنې ناهید- چې د دې ډلې غړې ده- بي بي سي ته وویل، که یې په خپلو هڅو د یو کس ژوند هم وژغورلو نو لویه خبره به وي.‌
د نجونو دا روباتیک ډله په لویدیځ هرات ولایت کې مېشته ده، چې افغانستان کې د کورونا وېروس لومړنۍ مثبته پېښه پکې رامخې ته شوه.

په دې ډله کې د نجونو عمرونه د ۱۴ او ۱۷ کالو ترمنځ دي، او تر دې دمه توانېدلې دي چې د کورولا موټر انجن نه د اکسیجن ماشین په توګه کار واخلي.‌
دوی همدا راز په دې ماشین کې د هونډا موټرسېکل زنځیر هم کارولی دی.‌
دغه نجونې وایي، که یو ناروغ په ساه اخیستو کې ستونزه ولري او معیاري اکسیجن نه وي، نو د دوی ماشین کولی شي چې په موقتي توګه ناروغ سره په ساه اخیستو کې مرسته وکړي.‌
 
https://avapress.com/vdcjiye88uqevxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته