دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 210467
افغانستان کې سوله له امریکا سره د شوې هوکړې تطبیق پورې تړلې ده
طالبان وايي، له خلیلزاد سره یې د افغان سولې په اړه څو پرله پسې غوندې کړي، تر څو د سولې بهیر ګړندی کړي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته ویلي، چې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوي قطر کې له خلیلزاد سره د سولې اړوند څږ پرله پسې ناستې کړي دي.
هغه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې ناستو کې د افغان سولې پروسې د چټکېدو په اړه خبرې شوي، تر څو بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر خلیلزاد سره کتنه کې د دوی او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې پر بشپړ تطبیق ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د مسئلې د حل یوازینې لار یاده کړې ده.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي کابل کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته له طالبانو سره د خپلې وروستۍ کتنې جزیات خپاره کړي.
نوموړي ویلي چې قطر کې د طالبانو د سیاسي کمېسیون چې مشري یې ملا برادر کوي، درې رغنده ناستې ترسره کړي، او د توافقنامې د بشپړ تطبیقېدو په اړه یې وضاحت ورکړی دی.
خلیلزاد د تاوتریخوالي په اړه طالبانو ته ویلي، چې دوی او افغان حکومت باید د تاوتریخوالي کچه کم کړي، او داوړه خواوې باید د بندیانو د خلاصون چارې بیا پیل کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvxd0ew6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته