کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون وایي پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1399 ساعت 12:58

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي پاکستان لا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ورکوي.


پنټاګون په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون هغو ډلو ته پناه ورکړې چې د افغان دولت پرضد جګړه کوي.
په رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان کې د یادو ډلو شتون د افغانستان سولې پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.
بله خوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي پاکستان په افغانستان کې د دوامدارې سولې ملاتړ کوي او دغه هیواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې دوی د افغانانو برخلیک ته اندیښمن دي او هیله یې ښودلې چې هیواد کې وروستی جوړجاړی وکولی شي سولې ته لاره هواره کړي.


د مطلب کود: 210468

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210468/پنټاګون-وایي-پاکستان-لاهم-د-ترهګرو-ډلو-ملاتړ-کوي

آوا
  https://www.avapress.com