دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 210468
پنټاګون وایي پاکستان لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي پاکستان لا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ورکوي.
پنټاګون په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون هغو ډلو ته پناه ورکړې چې د افغان دولت پرضد جګړه کوي.
په رپوټ کې ویل شوي چې پاکستان کې د یادو ډلو شتون د افغانستان سولې پر وړاندې یو جدي ګواښ دی.
بله خوا د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي پاکستان په افغانستان کې د دوامدارې سولې ملاتړ کوي او دغه هیواد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا ویلي چې دوی د افغانانو برخلیک ته اندیښمن دي او هیله یې ښودلې چې هیواد کې وروستی جوړجاړی وکولی شي سولې ته لاره هواره کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9x7ak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته