دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 210469
افغانستان کې د کرونا ویروس ۵۳۱ تازه پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبه اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۳۱ تازه پېښې ثبت شوي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۸۵۰۰ واوښت.
هرات او کابل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو زیاتې پېښې پکې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي که هېوادوال د کرونا ناروغي جدي ونه ګڼي نو انساني ناورین به رامنځته شي.
تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲۰۰ تنه له دې ناروغۍ نه مړه شوي دي.
له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې شپږ تنه د کرونا له امله مړه شوي او اته نور ترې روغ شوي دي.
دا ویروس په افغانستان کې په چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch-vniw23nzkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته