کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا تر دې دمه له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته نه ده کمه کړې

1 جوزا 1399 ساعت 14:34

امریکایي سرچینو ویلي سره له دې چې امریکا افغانستان سره د یو میلیارد ډالر مرستو د پرې کیدو خبرداری ورکړی، خو دا مرسته تر اوسه نه ده بنده شوې.


رویټرز خبري اژانس د څو تنو امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تر اوسه د دې مرستو د بندولو امر نه دی ترلاسه کړی.
سرچینې وایي سږ کال به افغانستان سره د امریکا مرستو کې هیڅ کمی رانشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پمپیو څه موده وړاندې د افغان سیاستوالو ترمنځ اختلافونو له امله افغانستان سره د یو میلیارد ډالر مرستو د بندولو اعلان کړی و.
مایک پمپیو د دې اختلافونو حل لپاره کابل ته هم راغلی و، خو د په دې کار بریالی نشو.


د مطلب کود: 210480

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210480/امریکا-تر-دې-دمه-له-افغانستان-سره-یو-میلیارد-ډالر-مرسته-نه-ده-کمه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com