دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 210480
امریکا تر دې دمه له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته نه ده کمه کړې
امریکایي سرچینو ویلي سره له دې چې امریکا افغانستان سره د یو میلیارد ډالر مرستو د پرې کیدو خبرداری ورکړی، خو دا مرسته تر اوسه نه ده بنده شوې.
رویټرز خبري اژانس د څو تنو امریکایي سرچینو له قوله لیکلي چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون تر اوسه د دې مرستو د بندولو امر نه دی ترلاسه کړی.
سرچینې وایي سږ کال به افغانستان سره د امریکا مرستو کې هیڅ کمی رانشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مایک پمپیو څه موده وړاندې د افغان سیاستوالو ترمنځ اختلافونو له امله افغانستان سره د یو میلیارد ډالر مرستو د بندولو اعلان کړی و.
مایک پمپیو د دې اختلافونو حل لپاره کابل ته هم راغلی و، خو د په دې کار بریالی نشو.
https://avapress.com/vdcaawnuw49n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته