کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د ګرځبندیز نوې طرحه؛ د اختر ورځو کې ښار په بشپړ ډول قرنطین دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 جوزا 1399 ساعت 15:08

د کابل والي خلکو ته خبرداری ورکړ چې د کرونا وبا له امله اختر د خپلو کورنیو غړو سره په کور کې تېر کړي، ځکه په وینا یې د اختر ورځو کې د خلک په تګ راتګ جدي بندیز لګول شوی دی.


د  کابل والي محمد یعقوب حیدري نن ( پنجشنبه جوزا ۱ ) د خبري ناستې پرمهال تر اختر وروسته د کابینې له لوري تایید شوې طرحې په اړه وویل، چې په تدریجي ډول به له کابل ښار څخه قرنطین لرې کړل شي.
نوموړي هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو کچې  ته په کتو وویل چې تر اختر وروسته به خلک په درې شفټونو کې خپل کار ته دوام ورکړي.
د نوې طرحې له مخې چې د کابینې لخوا هم منل شوې، د تل په څېر د خوراکي توکو پلورنځي، د تازه میوې او ترکارۍ پلورونکي، روغتونونه، قصابۍ، مرستندویه موسسې، بانکونه، او د تېلو او ګازو پلورنکي د روغتیايي لارښونو په پلې کېدو کولای شي خپل فعالیت په عادي ډول دوام ورکړي.
د کابل والي زیاته کړه، هغه رسټورانټونه چې یواې خلکو ته خوراکي توکي پخوي او د خلکو ته یې لېږدي، کولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د طرحې له مخې د برقي وسایلو هټۍ، فلزکارۍ، نجارۍ، موبایل پلورونکي، د موټرو جوړونکي او د لاسي وسایلو پلورنکي په مشخص ځای کې له ۲ بجو تر ۵ بجو پورې د فعالیت اجازه لري.
د وچې مېوې پلورونکي، د جامو هټۍ، د بوټانو هټۍ، قرطاسیه باب، ټکټ پلورنکي، او د مېنځلو پلورنکي د سهار له ۸ بحو تر ۲ بجو پورې د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.
د کابل والي والي زیاته کړه چې د همدې طرحې له مخې د کابل ښار لوی منډوۍ لکه د باغ قاضي، پل باغ عمومي، لېسې مریم، سرای شمالي او نورې لوی عمده پلورنځي په منظم ډول د سهار له ۸ بجو د ورځې تر ۱۲ بجو پورې د فعالیت اجازه لري.
ښاغلي حیدري کابل ښار کې د ترانسپورټ برخې په هکله وویل چې هر موټر له درې کسانو ډېره سورلي نشي لېږدولی.
هغه کابل ښار کې له ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه وویل هغه موټر چې پلېټ یې په طاق عدد پای ته رسېدلی وي، کولای شي یوازې په طاق ورځو کې ښار کې تګ راتګ وکړي او هغه موټر چې پلېټ یې په جفت عدد پای ته رسېدلی وي، کولای شي د اونۍ جفت ورځو کې فعالیت ترسره کړي.


د مطلب کود: 210484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210484/کابل-کې-د-ګرځبندیز-نوې-طرحه-اختر-ورځو-ښار-په-بشپړ-ډول-قرنطین-دی

آوا
  https://www.avapress.com