کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ايران خارجه وزرات:

د امريکې ولس دې له اجتماعي نژادپرستۍسره مقابله وکړي

1 جوزا 1399 ساعت 17:54


د ايران خارجه وزرات له اجتماعي نژاد پرستۍ سره په مقابله کښې د امريکې د خلقو د ټينګ اودرېدنې په ضرورت تاکيد وکړ.
د ايران خارجه وزارت نن په يو ټوئيټ کښې «د مالکوم اېکس ميراث بايد ژوندے وساتل شي» په عنوان سره د يو مطلب په ليکلو سره واضحه کړه: مالکوم اېکس خپل ژوند له اجتماعي ګټو او وسائلو څخه د بې برخې خلقو لپاره عدل او انصاف حاصلولو ته وقف کړے ؤ، او ورسره ورسره يې د سپين پوستو د برترۍ ګمان ختمولو په لړ کښې مبارزه وکړه.
د ايران خارجه وزرات يادونه وکړه چې اوس د دې خبرې  وخت رارسېدلے دے چې د امريکې د هرې پرګنې خلق د اجتماعي نژاد پرستۍ او د دې تشويقونکو په وړاندې ټينګ اودريږي.
مالکوم اېکس چې د امريکې د تور پوستکو د حقوقو يو ستر مدافع ؤ د 1965کال په فرورۍ کښې يوې نژاد پرستې ډلې ووژۀ.


د مطلب کود: 210496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210496/د-امريکې-ولس-دې-له-اجتماعي-نژادپرستۍسره-مقابله-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com