هغه ایرانۍ بیړۍ چې وېنېزویلا ته تېل لیږدوي له امریکا سره ترینګلتیا رامنځته کړې ده، ځکه واشنګټن پر دې دواړو هېوادونو یې اقتصادي بندیزونه لګولي دي. تمه ده چې د ایران دا بیړۍ په ځايی وخت سبا ماښام د لاتینې امریکا دې هېواد ته ورسیږي.
خو وېره دا ده چې د امریکا سمندري ځواکونه به د دې بېړیو د مخکې تګ مخه ونیسي او اجازه به ورنکړي چې د وېنېزوېلا تر ساحله ورسېږي.
بله خوا د وېنېزوېلا یو شمېر جنګي بېړیو هم په سمندر کې حرکت پیل کړی دی او غواړي چې ایرانۍ بېړي په خوندي توګه تر خپلو ساحلونو ورسوي.
شنونکي وایي، که د امریکا او وېنېزوېلا سمندري ځواکونه سره ونښتل نو وضعیت ترینګلی کېدی شي او ایرن به هم په کړکېچ کې ورګډ شي.
وېنېزویلا د تیلو پراخې زیرمې لرې خو د اوږدې مودې اقتصادي کړکیچ دغه هېواد د سون توکو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی.
د وېنېزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو له تهرانه مرسته غوښتې ده او په رپوټونو کې ویل شوي چې د دې تېلو په بدل کې سره زر ورکوي.