د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې په نومولو کښې د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله ستراتیژیک ، بې ساري او ارزښمن نوښت د فلسطین او د قدس شریف مسله د اسلامي دنیا له دیني هویت سره پیوند کړه .
د قدس نړیواله ورځ په ذلت د عزت د برترۍ بیلګه ده
2 جوزا 1399 ساعت 10:39
د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې په نومولو کښې د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت امام خمیني رحمت الله ستراتیژیک ، بې ساري او ارزښمن نوښت د فلسطین او د قدس شریف مسله د اسلامي دنیا له دیني هویت سره پیوند کړه .
بې شکه د قدس د نړیوالې ورځې په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې په نومولو کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه نوښت په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم او د هغه د جنایتکاره ملاتړو د تیري غوښتنې د کنټرولولو ترټولو مهم عامل دی او په تیرو یوڅلویښتو (۴۱) کلونو کښې دغه ورځ د غاصب صهیونیزم ظلم او د فلسطین د خلکو د مظلومیت د فریاد د رسنۍ په توګه انعکاس پیدا کړی .
نن د قدس نړیواله ورځ ده .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي به نن د قدس د نړیوالې ورځې او د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې په مناسبت د ایران او د نړیوالو ټیلي ويژنونو له لارې له اسلامي امت سره خبرې وکړي .
د مطلب کود: 210513