دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 210531
سوداګرۍ خونه: په خوراکي توکو بار سلګونه کانتینرونه له خرابېدو ژغورل شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه خبر ورکوي، چې د افغان سوداګرو سلګونه هغه کانتینرونه له خرابېدو ژغورل شوي چې په خوراکي توکو بار او پاکستان کې ایسار و.
د یادې خونې چارواکي وايي: د یادو کانتنیرونو له ډلې زیاتره افغانستان ته را اوښتي دي، چې په بازارونو یې هم مثبت اغېز کړی او د توکو په بیو کې یې کموالی راوستی.
د سوداګرۍ خونې مرستیال جان اقا نوید رسنیو ته په خبرو کې وویل: د تورخم بندر ټول مشکلات حل شوي دي.
هغه څرګنده کړه: «په تورخم بندر کې چې د افغان سوداګرو پر وړاندې کومې ستونزې وې، هغه په بشپړه توګه هوارې شوې او له ګاونډي هېواده د وارداتو لړۍ په عادي ډول روانه ده».
ده زیاته کړه: د سوداګریزو چارو له عادي کېدلو سره سلګونه بند پاتې کانتینرونه افغانستان ته را اړول شوي او دغه چاره په اونۍ کې ۶ ځله ترسره کیږي.
د نوید په خبره: د پاکستان هېواد د بندیزونو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی و او اکثره توکي یې له خرابېدو سره مخ و؛ خو اوس حالت عادي شوی او سوداګریز بندیزونه لیرې شوي دي.
تر اوسه څرګنده شوې نه ده چې پاکستان پر افغان سوداګرو کوم بندیزونه لګولي وو؛ خو باید وویل شي، چې تر اوسه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري یو اړخیزه ده.
 
https://avapress.com/vdchxvniz23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته