کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پومپیو په طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی

2 جوزا 1399 ساعت 13:16



د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې تاوتریخوالي راکم کړي او د سولې لپاره هڅې وکړي.
پومپیو دا څرګندونې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې کړي او ترڅنګ یې د نیم په نیمه حکومت ویشلو له امله د ډاکټر غني او عبدالله هڅې هم ستایلي دي.
نوموړي د ډاکټرانو لخوا د حکومت ویشل یو مثبت ګام بللی او هرکلی یې ورڅخه کړی دی.
پومپیو د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه یو مثبت پرمختګ ګڼلی او دواړه ډاکټران یې هڅولي چې د سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ګډ کار وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال له طالبانو او افغان حکومته د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، چې رویټرز خبري آژانس د شپږو معتبرو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، امریکا په افغان حکومت هغه یو ملیارد ډالره مرستې نه دي بندې کړي، چې پومپیو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د هغو د بندلو اعلان کړی ؤ.
 


د مطلب کود: 210532

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210532/پومپیو-په-طالبانو-او-افغان-حکومت-د-تاوتریخوالي-کمولو-غږ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com