دخپریدو نیټه :جمعه ۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 210532
پومپیو په طالبانو او افغان حکومت د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې تاوتریخوالي راکم کړي او د سولې لپاره هڅې وکړي.
پومپیو دا څرګندونې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې کړي او ترڅنګ یې د نیم په نیمه حکومت ویشلو له امله د ډاکټر غني او عبدالله هڅې هم ستایلي دي.
نوموړي د ډاکټرانو لخوا د حکومت ویشل یو مثبت ګام بللی او هرکلی یې ورڅخه کړی دی.
پومپیو د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه یو مثبت پرمختګ ګڼلی او دواړه ډاکټران یې هڅولي چې د سولې او بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ګډ کار وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې مهال له طالبانو او افغان حکومته د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، چې رویټرز خبري آژانس د شپږو معتبرو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، امریکا په افغان حکومت هغه یو ملیارد ډالره مرستې نه دي بندې کړي، چې پومپیو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د هغو د بندلو اعلان کړی ؤ.
 
https://avapress.com/vdcipuarrt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته