یوه امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا حکومت له کابل څخه هغه یو میلیارد ډالري مرسته نده کمه کړې، چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» يې د کمېدو خبر ورکړی و.
رویټزر خبري اژانس په همدې تړاو خپاره کړي راپور کې د امریکا د دفاع وزارت او کانګرس د سرچینو له قوله لیکلي، چې په پنټاګون کې په دې اړه هیڅ بحث ندی شوی او نه هم د بهرنیو چارو وزیر له دفاع وزارت په دې اړه کومه غوښتنه کړې.
دغه یو میلیارد ډالري مرسته چې د عبدالله او غني تر منځ د جنجالونو په اوج کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د کمېدو خبر ورکړی وو، داسې ښکاري، چې سیاسي جوړجاړي ته د نږدې کېدو لپاره د یو فشار په حیث کارول شوې وه.
راپور کې د امریکا د دفاع وزارت د یوې سرچینې له قوله راغلي، چې ددې هیواد دفاع وزیر «مارک ایسپر» له کابل حکومت سره د مرستې کمولو ته تمایل نلري، او نه یې هم په دې اړه کوم وړاندیز کړی.
په ورته وخت کې د کانګرس یوه غړي ویلي، چې نوموړي له کابل حکومت سره د امریکا د راتلونکې مرستې پلانونه کتلي، خو هلته یې د یو میلیارد ډالرو د کمېدو کوم مورد ندی تر سترګو شوی.
تر دې وړاندې داسې ویل کېدل، چې یاد شوي یو میلیارد ډالر به د کابل حکومت له امنیتي ځواکونو ګرځول کېږي او د بیا راګرځېدو په اړه یې هم کوم پلان نشته.