کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکی: تېره میاشت د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته ۴۰۰۰۰۰ ټنه توکي وارد شوي

2 جوزا 1399 ساعت 13:19

افغان چارواکي خبر ورکوي، چې تېره یوه میاشت کې د ریل پټلۍ له لارې افغانستان ته زرګونه ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکي را وارد شوي.
د ریل پټلۍ چې دې وروستیو کې شمال لویدیځ، شمال ختیځ او شمالي ولایتونو کې له ګاونډیو هېوادونو (چین، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان) سره د هغوی په مرسته جوړې شوې؛ تر دې دمه پرې شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه توکي افغانستان ته رالېږدول شوي دي.



د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي: که څه هم کرونا د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ راکړه ورکړه کمزورې کړې؛ خو نورو ځمکنیو راکړو ورکړو او د هوايي دهلیز ترانسپورتي چلند ته په کتلو سره د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد لړۍ چټکه شوې ده.
د خبرپاڼې پر اساس: «له تېرې یوې میاشتې راهیسې افغانستان ته په پراخه کچه خوراکي توکي، تېل او نور سوداګریز سامانونه رالېږدول شوي، چې څه باندې ۷ زره واګونونه کیږي»
خبرپاڼې زیاته کړې، چې د ریل پټلۍ زیاتره واردات د حیرتان، تورغونډۍ او اقینې بندرونو له لارې شوي دي.
   باید وویل شي، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو په څير سمندر ته لاره نه لري او زیاتره راکړه ورکړه یې له ګاونډيو هېوادونو سره د ځمکنیو نقلیه وسایلو په وسیله کیږی؛ خو دې وروستیو کې د هوايي دهلیزونو او ریل پټلیو له لارې هم راکړه ورکړه پيل شوې، چې حکومت یې د کامیابۍ زیری ورکوي؛ مګر سوداګر د ترانزیت او ترانسپورت په دې ډولونو کې له زیاتو ستونزو سر ټکوي.
 


د مطلب کود: 210534

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210534/چارواکی-تېره-میاشت-د-ریل-پټلۍ-له-لارې-افغانستان-ته-۴۰۰۰۰۰-ټنه-توکي-وارد-شوي

آوا
  https://www.avapress.com