کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پروان د ولایت مقام ته څېرمه د برېښنا یوه ستن په بمونو الوزول شوې

2 جوزا 1399 ساعت 13:22

نامسئولو وسله والو نن د جمعې په سهار د پروان ولایت مقام ته څېرمه ګلغنډۍ سیمه کې د برېښنا یوه ستن په بمونو الوزولې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت مسئولین وايي، چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ (غبرګولي ۲مه) سهار وختي د پروان ولایت مرکز په ګل غونډۍ سیمه کې د ناپيژاندو وسله والو لخوا رامنځ ته شوې، چې له امله یې یاده ستن په جزئي توګه ویجاړه شوې؛ خو د برېښنا لیږد نه دی پرې شوی.
د برېښنا شرکت مسئولینو په خبره، د پېښې ځای ته ددوی کاري ټیم رسیدلی او زیانمنه شوې ستن یې بیرته رغولې ده.



دا په تیرو درې اونیو کې څلورم برید دی چې د برېښنا شرکت په تأسیساتو او کار کوونکو د پروان ولایت مرکز ګل غونډۍ سیمه کې ترسره کیږي؛ خو د بریدونو عاملین لاهم خلاصې تڼۍ ګرځي او په سزا نه رسول کیږي.
د ګل غونډۍ سیمه چې د پروان ولایت مقام سره لنډ واټن کې موقعیت لري، تر ډیره په کې د ولسمشر د سلاکار حاجي الماس زاهد پورې تړلي نامسئوله وسله وال فعالیت لري، دغه وسله وال له سوداګرو څخه د باجګیرۍ ترڅنګ د ملکي خلکو په وژلو او شکنجه کولو کې هم تورن بلل کیږي.
 


د مطلب کود: 210535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210535/د-پروان-ولایت-مقام-ته-څېرمه-برېښنا-یوه-ستن-په-بمونو-الوزول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com