کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له امریکا سره د پاکستان طبي مرسته او خواله رسنیو کې غبرګون

2 جوزا 1399 ساعت 13:24



د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان مننه کړې چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره یې طبي مرستې ور لېږلې دي.
دې وزارت یوه ټوېټ کې ویلي، د دواړو هېوادونو روغتیايي همکاري او همغږی ځواب به د وېروس ماتولو کې ګټور وي.
دې طبي مرستو کې مخ ماسکونه او د خوندیتوب جامې یا پي پي اي شامل دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د پاکستان د دې مرستو هرکلی کړی او دا یې د کورونا ضد مبارزه کې د واشنګټن او اسلام اباد د یووالي نښه بللې ده.
امریکا ته د مرستو رسېدو پر مهال هلته د پاکستان سفیر مجید خان کرونا د دواړو هېوادونو لپاره خطر بللی دی.
 


د مطلب کود: 210538

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210538/له-امریکا-سره-د-پاکستان-طبي-مرسته-او-خواله-رسنیو-کې-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com